IQNA

د اسلامی ایران  ولسمشر عربستان ته په سفر لاړ

6:09 - November 11, 2023
د خبر لمبر: 3488248
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرابراهیم ریئیسي  نن د غزې د وروستیو حالاتو ا ارزونې په خاطر داسلامی ملګرتیا موسیسې په بیړنۍ سرمشریزې کې دګډون لپاره عربتسان ته لاړ.

ایکنانیوز  راپور راکړ، د غزې د وروستیو حالاتو او د وحشي صهیونیستي رژيم د بې آمانه بمباریو  او جنایتونو په اړه د بحث او خبرواترو لپاره د اسلامی ملګرتیابیړنۍ سرمشریزه،ددغې موسیسې د پړاویز مشر عربستان په کوربتوب سره په ریاض کې نن ترسره کیږي.

د اسلامی ایران  ولسمشر حجةالاسلام ابراهیم ریئسي هم دغزې له مظلومو خلکو سره د مرستې لپاره دخپلو هلوځلو او مشورو په دوام کې  نن په دغې غونډې کې دګډون لپاره عربستان ته لاړ .وئيل کیږي ټاکل شوې وه  چې دغه غونډه داکتوبرپه دولسمه نیټه ترسره شي،خو د یوې ورځې لپاره رامخکې شوې او ټاکل شوې ده نن ترسره شي.

A Brief Critical Evaluation of Organization of Islamic Cooperation OIC -  Republic Policy

باید ووئيل شي، له دې مخکې د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  او خارجه وزیر په کرتو د  اسلامی ملګرتیا موسیسې د بیړنۍ غونډې دترسره کیدا غوښتنه کړې وه. د ازبکستان په تاشکند کې هم د اکوموسیسې په سرمشریزې  کې داسلامی ایران ولسمشر پخپلې وینا کې په ډاګه وئيلي  چې د فلسطین د غزې د مظلومو خلکو ملاتړ د هیوادونو د شرافت امتحان دی.

https://iqna.ir/fa/news/4180948 

captcha